د ښځې دمبیضونویا تخمدان لیری کول

Egypt's Dar Al-Ifta

د ښځې دمبیضونویا تخمدان لیری کول

پوښتنه

ize: 12pt">موږ د ۲۰۰۵ میلادي کال د (۱۱۱۹) شمېرې غوښتنې په اړه اطلاع تر لاسه کړې ده چې لاندې مطلب او غوښتنه لري :

یوه ښځه چې څلور زامن لري ، دا سې یوه بېماري ور ته پیدا شوېده چې د هغې صحت یې ډېر کمزوری کړی دی او طبیبانو ور ته ویلي دي نور اولادونه به نه راوړي او په عین حال کې به د حمل هغه موقتې یا لنډمهاله پیژندل شوي  طریقې هم په کار نه اچوي لکه : د حمل د منع کولو ګولۍ ؛ ځکه چې دا ډول دوا د هغې صحت ته خطر پېښوي ، نو اوس هغې ته یواځې یوه لاره پاته ده او هغه دا چې باید هغه جراحي عملیات و کړي اوخپل مبیضونه یا تخمدان لیری کړي چې په دې سره به د تل لپاره له اولاد راوړلو څخه خلاصه شي .

    دا مېرمن د خپلي ستونځي په اړه له دار الافتاء نه د شرعې شریفې رایه او حکم غواړي .

ځواب

    د حمل یا نسل د تل لپاره منعه کول ؛ داسې چې د بدن هغه غړی چې د همدې دندې لپاره پیدا شوي دي بېخې له منځه یوړل شي یو ناروا او ممنوع عمل دي چې اسلام هیڅ کله هم د داسې عمل اجازه نه ور کوي ؛ ځکه چې په دې سره د بدن د هغو غړیو فاسدول را منځ ته کېږي چې الله ()  انسانانو ته امانت ور کړي دي او د هغوی ځانګړی ملکیت نه بلل کېږي ، همدا راز په دې عمل سره  یو له هغو پینځو ضروریاتو څخه له مینځه ځې چې اسلامي شریعت یې د حفاظت او ساتنې لپاره نازل شوی دی او هغه پینځه ضروریات دا دي : دین ، حیات ، عقل ، نسل او مال .

نو په دې اړه ثابته فتوا   دا ده چې د حمل د دایمي منعې طریقې په اسلام کې هیڅ جواز نه لري ، مګر د اشد ضرورت په صورت کې ، او هغه دا سې چې که دا کار و نه کړي نو د ښځې ژوند په له منځه لاړ شي او یا به یې یو اندام له منځه لاړ شي او یا دا چې له هغې څخه به یو خطرناک مرض ماشوم ته ور انتقال شي نو په دې حالاتو کې بیا د هغې فقهي مشهورې قاعدې پر بنا سره دا کار جواز مومي چې وا يي ( الضرورات تبیح المحظورات ) یعنې د ضرورت په وخت کې سړي ته منعه شوي شیان روا کېږي  .
 
والله سبحانه وتعالی أعلم
Share this:

Related Fatwas