د رمضان د قضايي روژو په جلا جلا توګ...

Egypt's Dar Al-Ifta

د رمضان د قضايي روژو په جلا جلا توګه نیولو حکم

پوښتنه

موږ د ۲۰۰۵ میلادي کال د (۱۳۷۱) شمېرې غوښتنې په اړه اطلاع تر لاسه کړې ده چې لاندې مطلب او غوښتنه لري :

    کله چې زه د ۱۴ کلونو په عمر کې وم میاشتنۍ مرض یا حیض را ته پیدا شو ،ا واوه ورځې یې دوام و کړ او همداا وه ورځې مې روژې و خوړلې او بیا مې له رمضان څخه وروسته د هغو قضايي هم را و نه ګرځوله ، چې په همدې توګه ډېر کلونه تېر شول ، نو ایا زه اوس همدا قضايي روژې را و ګرځوم که څه هم په هفته کې یوه یا دوه ورځې وي ؟

ځواب

    ټولو فقها ؤ په دې سره اتفاق کړی دی چې ښځه باید په حیض او نفاس کې روژې و خوري ، او په دې موده کې روژه نیول حرام دي آن تر دې چې که په حیض یا نفاس کې روژه و نیسي نو روژه یې نه صحیح کېږي بلکې باطله ګرځي ، او فقهاوو په دې باندې هم اتفاق کړی دی چې د حیض او نفاس په موده کې د خوړلو روژو را ګرځول فرض دي ، که د رمضان د میاشتې روژې د شرعي عذر له مخې خوړل شوې وي نو را ګرځول یې په فوري توګه سره واجب نه ګرځي بلکې په موسع یا پراخه وجوب سره واجب ګرځي په دې مانا چې تر راتلونکي رمضان مخکې په هر وخت کې کولی شي چې دا روژې و نیسي ، له حضرت عائشې صدیقې رضي الله عنها نه په یوه صحیح روایت کې را غلي دي چې
    (أنها کانت تقضي ما علیها من رمضان في شعبان) رواه مسلم

    ژبـــــــــــاړه : هغې به خپلې د رمضان قضایي روژې د شعبان په میاشت کې نیولې .
    خو که چېرې بل رمضان داخل شو او هغې خپلې روژې را و نه ګرځولې نو اوس به په دې رمضان کې د موجوده رمضان روژې نیسي او بیا به د رمضان له میاشتې نه وروسته هغه د تېر رمضان روژې و نیسي ، او د احنافو او حسن بصري رحمه الله مذهب دا دی چې که دا تاخیر تر بل رمضان پورې د عذر له لامله وي او یا بې له عذر څخه نو یواځې روژې به نیسي او فدیه به نه ور کوي .
    او د امام مالک ، امام شافعي او امام احمد بن حنبل رحمهم الله تعالی مذهب دا دی چې که تاخیر د عذر له لامله وي نو یواځې قضاء به راوړي او که بې عذره وي نو بیا په هغې باندې قضاء او فدیه دواړه لازمېږي ، او موږ هم دې رایه ته ترجیح ور کو .
    او په قضايي روژو را ګرځولو کې دا شرط نده چې پرله پسې به وي ؛ ځکه چې له نبي کریم صلی الله علیه وآله وسلم څخه د رمضان د روژو د قضایي په اړه یو روایت راغلی دی چې وا يي : (ان شاء فرق وان شاء تابع) یعنې که خوښه یې وي جلا جلا دې و نیسي او که خوښه یې وي پرله پسې یې دې و نیسي . حدیث دار قطني ذکر کړی دی .

    بنا په دې مخکیني بیان د پوښتنې د پېښې په اړه ځواب دا دی چې په سوال کونکې باندې دا واجب دي چې د تېرو ټولو هغو کلونو روژې دې را و ګرځوي چې د حیض په موده کې یې خوړلي دي ، او باید چې مخکې له را تلونکې رمضان څخه خپلې روژې و نیسي .

    والله سبحانه وتعالی أعلم

Share this:

Related Fatwas