په طبي چاروکې دمرستي لپاره د زکات و...

Egypt's Dar Al-Ifta

په طبي چاروکې دمرستي لپاره د زکات ورکول

پوښتنه

موږ د (۲۰۱۰) میلادي کال د () شمېرې فکس په اړه اطلاع تر لاسه کړې ده چې / د مصري طبیبانو د ټولنې له لوري را استول شوی دی او لاندې مطلب او غوښتنه لري :
    ډېری کوچنیان دا سې پیدا کېږي چې سامعه قوه یې کمزورې وي او دا سې جراحي عملیات ته ضرورت لري چې د غوږ په داخل کې یې د اورېدلو حلزوني ماده ځای پرځای شي ، او د یادونې وړ خبره ده چې دا ډول عملیات که د ولادت په لمړیو ورځو کې تر سره نه شي نو بیا د ماشوم سامعه قوه بېخې له منځه ځې چې بیا ورپسې ناطقه قوه هم له لاسه ورکوي چې بیا نه اورېدلی شي او نه خبرې کولی شي ، په دا ډول عملیات باندې شاوخوا سل زره مصري پونډونه مصرف را ځي ، چې د حکومت له لوري د طبي بېمې له لارې چې مسئولیت یې د عامی روغتیاد بېمې د هیئت په غاړه ده یواځې پېنځه څلویښت زره پونډه ور کول کېږي ، او باقي پیسې باید د ناروغ کورنۍ برابرې کړي ؛ چې دا د ډیرۍ کورنیو په وس نده پوره او له دې ولامله دا ډول ناروغان له لویو خطرونو سره مخامخ کېږي ؛ نو د طبیبانو دټولنې د مرستندویه کمیسیون له لوري مصر د اسکندریې په ښار کې د عامه بېمې ادارې ته دا وړاندیز و شو چې د داډول عملیاتو په تر سره کولو کې ور سره مرسته وکړي .
    او له تاسو نه احترامانه هیله لرو چې په دې اړه شرعي فتوا راکړي چې ایا د زکات له پیسونه د دې هدف لپاره کاراخیستل جواز له لري او که نه ؟

ځواب

    شرعا دا جواز شته چې د زکات مال د هغو ناروغانو په درملنه کې مصرف شي چې نه په خپله کولی شي چې د دا ډول عملیاتو پیسې برابرې کړي او نه هم هغه څوک چې د دوۍ مسئولیت پر غاړه لري ؛ځکه چې یو له هغو لارو چې باید د زکات پیسې پکښې مصرف شي مسکینان او غریبان دي او د فقیرانو او مسکینانو علاج او دارو درمل د هغوی په ضرورتونو او اړتیاوو کې داخل دي کوم چې د زکات له پیسو نه ور ته ور کول کېږي .

    والله سبحانه وتعالی أعلم

Share this:

Related Fatwas