مړي ته تلقين کول او په قبر باندې د ...

Egypt's Dar Al-Ifta

مړي ته تلقين کول او په قبر باندې د قرآن تلاوت کول

Question

آیا مړی ته تلقین کول او په قبر باندې د قرآن تلاوت کول روا دي؟

Answer

مړي ته تلقین کول او په قبر باندې د قرآن تلاوت کول دواړه په دې وخت کې مستحب دي، سپیڅلې شريعت د قران کريم تلاوت ته مسلمانان په مطلقه توګه هڅولي دي، الله تعالی فرمایي: ﴿فَاقْرَءُوا مَا تَيَسَّرَ مِنَ الْقُرْآن﴾ [المزمل: 20]، ژباړه: "نو اوس چې څومره قرآن په آسانی لوستلای شئ لولئ یې"، او پدې کې د قبر په سر په مړو د قرآن کریم تلاوت هم شامل دی، که هغه د ښخولو دمخه وي، یا په جریان کې او که وروسته له دفن څخه؛ ځکه چې رسول اللهﷺ فرمایلي دي: «که په تاسو کې یو څوک مړ شو، نو هغه مه ځنډوئ، بلکې قبر ته د هغه په وړو کې تلوار وکړئ،او د په قبر کې یې ​​د سر خواته د فاتحی سورت ولولئ او د پښو خواته یې د سورة البقرة ​​پای تلاوت کړئ.(الطبراني روایت کړی) او ځکه چې رسول اللهﷺ فرمایلي دي: «په خپلو مړو باندې "یٰسن" تلاوت كړئ» (امام احمد روایت کړی) او همدارنګه د ښخولو وروسته مړو ته تلقین هم مستحب دی؛ ځکه چې دا د آنحضرتﷺ د دې قول په عموم کې شامل دی چې: «لقِّنوا موتاكم لا إله إلا الله» (رواه مسلم)،ژباړه: "خپلو مړو ته د " لا إله إلا الله " تلقين وكړئ (امام مسلم روایت کړی دی)، او په دې باره کې  مرفوعه او موقوفه احادیث راغلي دې، او د پیړیو په اوږو کې مسلمانانو پرې عمل کړی دی.

Share this:

Related Fatwas