معین عدد ذکر کول

Egypt's Dar Al-Ifta

معین عدد ذکر کول

Question

معین عدد ذکر کول حکم څه دی؟

Answer

خدای تعالی مونږ ته امر کړی چې د هغه ډیر ذکر وکړو. نو الله تعالی فرمایلي: ﴿يا أيها الذين آمنوا اذكروا الله ذكرًا كثيرًا﴾ [الأحزاب: 41]، ژباړه)«اې مومنانو الله ډیر ډیر یادوئ» او نبی کریمﷺ ته وحي شوی نو موږ ته یې د لمانځه په پای کې د خدایﷻ تسبیح ویل راښودلي، د بیلګې په توګه، مونږ ته یې را زده کړي چې دري دیرش ځله د خدای تسبیح «سبحان الله» ووایو، او دري دیرش ځله د خدای شکر«الحمدلله» ووایو، او دري دیرش ځله د خدای لویي«الله اکبر» بیان کړو، دا عدد په کایناتو کې راز لري، که یو بنده یې ووایي هغه به په دې سره خپل مراد ته ورسیږي، او هغه څه چې په عقل قابل د درک نه وي کافی ده چې د نبی کریمﷺ تابعداري پکې وکړي، که د الله له لوري د پوهې پیرزویه پري وشوه نو د اللهﷻ شكر دې ادا کړي، کنه نو  د خدایﷻ دا پیرزویه یې هم بس ده چې په مصطفیﷺ اقتدا کوي، خو په هغو عددونو  مقید پاتې کیدل چې رسول اللهﷺ مونږ ته ځینو مواردو کې بیان کړي دي سنت عمل دی، او هغه ته د کائنات د ځینې رازونو د پوهې پیرزویه شوي چې هغه پرې نه پوهيده.

Share this:

Related Fatwas