د هغه چا فدیه ورکول چې د ناروغۍ له ...

Egypt's Dar Al-Ifta

د هغه چا فدیه ورکول چې د ناروغۍ له امله وفات شوي او روژه پري پاتې وي

Question

آيا د هغه چا لپاره فديه ورکول روا دي چې د ناروغۍ له امله روژې پرې پاتي وي او وفات شوی وي؟

Answer

چا چې د ناروغۍ له امله روژه خوړلې وي او د قضايی توان یې درلود خو نیولې یې نه وي، نو که وصيت یې کړي وي د هغه د ترکې د درېيمې د وصیت برخې څخه یې فدیه ورکول واجب دي، او که وصیت یې نه وه کړی نو فدیه ورکول یې د تبرع له وجهه مستحب دي.

څوک چې د روژې په مياشت کې د ناروغۍ له امله روژه ماته کړي؛ نو ناروغي يې چې ختمه شوه باید قضایی راوړي؛ ځکه چې ناروغي يو له هغو عذرونو څخه ده چې له امله یې د روژې ماتول روا دي، که چیرې نیول یې ژوند ته ضرر رسوي او يا په رغېدو کې ځنډ رامنځته شي، نو ناروغ بايد په دې حالت کې روژه ماته کړي او که چا د رغیدو وروسته د قضاء توان ومندو مګر قضایی یې رانوړه تر هغې چې مړ شو، نو فدیه ورکول یې د هغه د ترکی د دریمې برخې، وصیتونو ته د ځانګړې شوي برخې څخه که وصیت یې کړی وي ادا کول واجب دي، او چیرې وصیت یې نه وي کړی نو فدیه ورکول یې د صدقې په توګه مستحب دی، که د هر چا له لور وي؛ که دا د وارثانو له لور وي او یا د بل چا له لوري، مګر په دې صورت کې که د ترکې څخه ورکول کیږي نو باید چې وارثان یې له ادا کولو سره موافقه ولري.

Share this:

Related Fatwas