په هغو توکو کې درغلي چې په عرضه کول...

Egypt's Dar Al-Ifta

په هغو توکو کې درغلي چې په عرضه کولو یې موافقه شوې وي

Question

په هغو توکو کې درغلي چې په عرضه کولو یې په داوطلبۍ کې موافقه شوې وي حکم څه دی؟

Answer

په هغو مالونو کې خیانت چې په داوطلبۍ او نورو کې یې په عرضه کولو موافقه شوې وي شرعا حرام دی، او دا په ناحقه د خلکو مال خوړل دي. اسلام له خيانت او فريب څخه منعه کړې ده، رسول اللهﷺ فرمايلي دي:« چا چې له مونږ سره خیانت وکړ د مونږ له جملې څخه نه دی» الدارمي روایت ګړی او اصل یې په "الصحيحين" کی دی.

همدا ډول الله تعالی مسلمانانو ته په رښتینولی او  او له رښتینو خلکو  سره په ملګرۍ امر کړی دی. اللهﷻ فرمايي: ﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللهَ وَكُونُوا مَعَ الصَّادِقِينَ﴾ [التوبة: 119]. ژباړه:«اې مؤمنانو، د الله څخه وویريږئ او د رښتینو خلک ملګري شئ»

 اسلام همدار زار د شرطونو پوره کول واجب ګرځولي دي، که چیرې د شرعي احکامو او د عقدونو له مقتضا سره مخالف نه وي. رسول اللهﷺ فرمايلي دي: «مسلمانان په خپلو شرطونو عمل کوي، مګر هغه شرط چې حلال حرام کړي اویا حرام حلال کړي».

Share this:

Related Fatwas