خلکو ته سپکاوی
Question
د طنز(كوميكس) په ذریعه د خلکو سپکاوی څه حکم لري؟
Answer
د خلکو انځورونه جوړول او د هغوی ویډیوګانې او عکسونه د طنز "کومیکس" په بڼه د مسخرو لپاره خپرول شرعا حرام دي او د قانون له مخې جرم دی؛ او دا کار بیا لا ډیر بد او جرم دي که دا هغو خلکو په اړه وي چې د بحرانونو او کړکیچونو څخه تیریږي. په ځانګړې توګه چې د بحران په وخت کې د ټولنې د غړو څخه د ریښتیني پیوستون او د ننګونو او ستونزو په وړاندې د دوی یو موټۍ کیدو هیله کیږي. د یو مسلمان له اخلاقو څخه دا نه ده چې په کړکیچ او بحران کې د ښکیلو خلکو تمسخر وکړي، د دې پرځای کومه مثبته هڅه ترسره کړی چې د بحران په هوارولو کې مرسته وکړي، د بیان ازادي، که څه هم د هرچا لپاره تضمین شوی ده، خو خپل ضوابط لري، چې یو یې دادی چې: چې د نورو سپکاوی او توهین پکې نه وي، حتی که هغه د عکس یا تبصره په توګه هم وي. او الله تعالى فرمايلي دي: {يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا يَسْخَرْ قَوْمٌ مِنْ قَوْمٍ عَسَى أَنْ يَكُونُوا خَيْرًا مِنْهُمْ} [الحجرات: 11]، ژباړه« اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! هېڅ قوم دې په بل قوم پورې مسخرې نه كوي، كېدى شي چې هغوى له ده نه ډېر غوره وي»
Arabic
Englsh
French
Deutsch
Pashto
Swahili
Hausa
