د قرآن ثواب مړو ته وربښل

Egypt's Dar Al-Ifta

د قرآن ثواب مړو ته وربښل

Question

آيا د قرآن کريم ثواب مړي ته وربښل شرعا روا دي ؟

Answer

شرعا ثابته ده چې د قرآن لوستل او ثواب یې مړي ته وربښل روا دي، او ثواب به يې مړي ته رسېږي او هغه ته به ګټه کوي، إن شاء الله؛ ځکه چې رسول اللهﷺ عمرو بن العاص رضي الله عنه ته وفرمایل: که هغه مسلمان وه او تا د هغه له طرفه مریۍ آزاد کړئ یا دې د هغه لپاره صدقه ورکړه، او یا دې د هغه لپاره حج وکړ، دا به ورته رسېږي.» (ابوداود روایت کړی).

 او دا مړي ته د قرآن د لوستلو د ثواب په رسیدلو دلالت کوي؛ ځکه چې هغه ته د غلام د آزادولو، صدقې، حج او د قرآن د تلاوت د نفع رسیدو ترمنځ فرق نشته. او فقهاوو ويلي دي چې هر عبادت چې وشي او د هغه ثواب د مړي لپاره وګرځول شي، نو اللهﷻ به يې نفع مړي رسوي إن شاء الله، نو مسلمان ته مناسبه چې کله قرآن لولي، نو په تلاوت کې يې نيت بايد د اللهﷻ خالصه رضا وي او په عاجزۍ او غور سره تلاوت وکړي.

Share this:

Related Fatwas