د قرانکریم علمي تفسیر

Egypt's Dar Al-Ifta

د قرانکریم علمي تفسیر

Question

د هغه چا څه حکم دی چې ووایي: زه د قرآن کریم علمي تفسیر غواړم؟

Answer

قرآن کریم د وخت په تیریدو سره تجدید کیدونکي الهی معجزه ده، او د قران کریم علمی تفسیر څخه ډیرې معناګانې مراد دي؛ كه چیری مراد یې د قرآن کریم د آيتونو  تفسير د علمي معتمدو طريقو او ضوابط مطابق وي، نو دا هغه څه دي، چې مسلمانانو د پیړیو  په اوږو كې پرې عمل كړی دی او په دې اساس يې د الله سبحانه وتعالى د دواړو منظور او مسطور کتابونو ترمنځ تکامل راڅرګند کړی دی.

خو که د علمي تفسير څخه یې مراد  قرآن کریم د داسې يوې طريقې تابع کول وي چې په غيبو ايمان نه لري، نو دا د قرآن کریم سره د معاملې د اعتقاد خلاف طريقه ده.

خو د قرانکریم د آیتونو څیړنه د دې لپاره چې خلک وهڅوي چې د پیرویو په اوږدو کې په کې د پټې خزانې لټون لپاره هڅه وکړي ترڅو دا ثابت کړي چې دا د ټیکنالوژیکي پرمختګ په شمول د هر دور او عصر د معرفي پوهاوۍ  محوطې څخه لوړ دی، نو دا هغه څه دي چې مونږ یې هم د مسلمانو علماوو په نزد د قرآن کریم له الفاظو او سیاق سره د تعامل معتبره قواعدو ته له پابندۍ سره غواړو.

هغه څه چې د (علمی اعجاز) تر نامه لاندې خپریږي هغې کې ډیر لیریولۍ دی او احیانا د الفاظ تحمیل په داسې شیانو دی چې احتمال یې نه لري،  دا کار  مناسب نه دي ځکه چې قرآن د لارښونې او هدایت کتاب دی، نه د تجربوي علومو کتاب، بلکې دا شیان پکې په اشاروي او ضمني توګه راځي، نه دا چې اصل او هدف وي.

Share this:

Related Fatwas