د ځان وژنې حکم

Egypt's Dar Al-Ifta

د ځان وژنې حکم

Question

د ځان وژنې حکم څه دی؟

Answer

ځان وژنه شرعا حرامه ده او له كبيره ګناهونو څخه بلل كيږي. ځکه چې الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي: ﴿وَلَا تَقْتُلُوا أَنْفُسَكُمْ إِنَّ اللهَ كَانَ بِكُمْ رَحِيمًا﴾،ژباړه:«» "او خپل ځانونه مه وژنئ، بیشکه الله په تاسو مهربان دی"، او د رسول اللهﷺ وینا ده: "او څوک چې خپل ځان په یو څه سره ووژني د قيامت په ورځ به هماغه شي سزا ورکړل کېږي.» (متفق عليه)، که څه هم ځان وژونکی د کبیره ګناه مرتکب دی، خو هغه ته کافر او له دين د خارجیدو خطاب روا نه دي، بلکې هغه ته غسل ورکول کيږي، تکفین، جنازه یې کيږي. او د مسلمانانو په هدیرو ښخیږي؛ هغه ته د رحمت او بخښنې غوښتنه هم کیږي، خو سره له دې هم د دې ستر جرم ګناه ته باید په کمه ونه کتل شي او نه هم توجیه ورته ولټول شي، او هغه چا ته چې د دې د مقدماتو احساس وکړي ، لکه د ژور خپګان ناروغي، لازمه ده چې  د مرستې لپاره متخصصو ډاکټرانو ته مراجعه وکړي. چې په درملنه کې ورسره مرسته وکړي او د ناروغۍ په بحران بریالي شي.

Share this:

Related Fatwas